15 او د پيريانو شړلو اختيار به هم ورسره وى.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
هغۀ دولس کسان رسولان مقرر کړل، څوک چې به د هغۀ سره وى او د پېغام ورکولو دپاره به بهر لېږلے شى،
نو هغۀ دولس کسان مقرر کړل چې د هغوئ نومونه دا دى، شمعون چې پطروس نوم يې پرې کېښودو،