13 بيا عيسىٰ يو غر ته لاړو او هغۀ بيا هغه کسان راوغوښتل کوم چې هغۀ خوښ کړى وُو او هغوئ ورله راغلل.
کله چې عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو او هلته کښېناستو. او کله چې د هغۀ مريدان ورته راټول شول،
هغۀ دولس کسان رسولان مقرر کړل، څوک چې به د هغۀ سره وى او د پېغام ورکولو دپاره به بهر لېږلے شى،
هغۀ دولس مريدان راوغوښتل او دوه دوه تنه يې لېږل شروع کړل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو اختيار ورکړو.
بيا عيسىٰ دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو او د بيماريانو د شفا اختيار ورکړو.
بيا عيسىٰ غرۀ ته پاس وختلو او هلته د خپلو مريدانو سره کښېناستو.