7 ”دا سړے داسې خبرې ولې کوى؟ دا خو کُفر دے. د خُدائ پاک نه علاوه هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“
د يو ناپاک څيز نه څوک پاک څيز راويستلے شى؟ دا کار هيڅ څوک هم نۀ شى کولے.
خو تا سره د معافۍ امکان شته دے، نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو.
آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مهربانه او بخښونکے دے، اګر چې مونږ د هغۀ خلاف بغاوت کړے دے،
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.
په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو په خپله دا کُفر واورېدو.
په دې ځينې د شرعې عالمانو د ځان سره ووئيل چې، ”دا يې لا څۀ کُفر ووئيلو.“
تاسو په خپله دا کُفر واورېدو ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د مرګ جوګه دے.“
خو هلته په دغه موقع يو څو د شرعې عالمان ناست وُو، هغوئ د ځان سره ووئيل چې،
سمدستى عيسىٰ پوهه شو چې دوئ په زړۀ کښې څۀ سوچ کوى نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې سوالونه ولې راولئ؟
نو د شرعې عالمانو او فريسيانو يو بل ته ووئيل چې، ”دا څوک دے چې کُفر وائى؟ د خُدائ پاک نه بغېر هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“
نو مېلمنو په خپلو کښې ووئيل چې، ”دے لا څوک دے چې ګناهونه هم بخښى؟“
يهوديانو ورله جواب ورکړو چې، ”مونږ تا د څۀ نېک کار په وجه نۀ سنګساروو خو د کُفر په سبب، ځکه چې تۀ خو صرف انسان يې او د خُدايئ دعوىٰ کوې.“
ولې تاسو دا وئيلے شئ چې څوک چې پلار مقدس کړے دے او دُنيا ته يې رالېږلے دے، هغه کُفر کوى ځکه چې ما وفرمائيل چې زۀ د خُدائ پاک زوئ يم؟