4 خو د ګڼې له کبله يې هغۀ ته نزدې نۀ کړے شو، نو هغوئ د کوټې چت په هغه ځائ کښې سورے کړو چرته چې عيسىٰ وو او په هغه سورې کښې يې هغه شل سړے په بستره کښې د هغۀ مخې ته ورښکته کړو.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
خو ګڼه دومره زياته وه چې هيڅ لاره يې ونۀ موندله. نو هغوئ پاس وختل او بره د چت نه يې چَوکې اخوا کړې او سورے وکړو او په بستره کښې يې راښکته کړو او د خلقو په مينځ کښې يې د عيسىٰ په مخکښې کېښودو.
کله چې تاسو يو نوے کور جوړ کړئ، نو ګورئ چې د چت د غاړې نه ګېرچاپېره يو پړدهوال ورله جوړ کړئ. کۀ څوک ترې نه راوغورزيږى او مړ شى نو ذمه وارى به يې ستاسو په غاړه نۀ وى.