Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 2:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې د وادۀ زلمے د جنجيانو سره وى نو هغوئ روژه نيولے شى څۀ؟ ترڅو پورې چې د وادۀ زلمے د دوئ سره وى نو دوئ به روژه نۀ نيسى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 2:19
8 Iomraidhean Croise  

نو لابن د وادۀ روټۍ وکړه او ټول خلق يې راوغوښتل.


د ګُلکارۍ په جامو کښې يې بادشاه له راوستله، پېغلې ملګرې هم ورسره راروانې دى.


په شپېتو مَلِکو او په اتيا وينځو کښې او په بې‌شمېره پېغلو کښې،


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو چرته جنجيان د وادۀ د زلمى سره په ژړا ناست ليدلى دى څۀ؟ خو يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى.


يو ځلې چې د يحيىٰ د مريدانو او د فريسيانو روژه وه نو ځينې خلق ورله راغلل او وې وئيل چې، ”څۀ وجه ده چې د يحيىٰ مريدان او د فريسيانو مريدان خو روژه نيسى، ولې ستا مريدان يې نۀ نيسى؟“


يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او په هغه ورځ به دوئ روژه نيسى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan