18 يو ځلې چې د يحيىٰ د مريدانو او د فريسيانو روژه وه نو ځينې خلق ورله راغلل او وې وئيل چې، ”څۀ وجه ده چې د يحيىٰ مريدان او د فريسيانو مريدان خو روژه نيسى، ولې ستا مريدان يې نۀ نيسى؟“
دوئ چې هر څۀ کوى دا د خلقو د ليدو دپاره کوى. هغوئ خپل تعويذونه غټ جوړوى او د خپلو چوغو زونډى لويوى.
هر کله چې تاسو روژه نيسئ نو د رياکارانو په شان ځانونه خفه مۀ ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخونه ځکه ورانوى چې خلق ووائى چې ګنې د دوئ روژه ده. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شوے دے.
د دې دپاره چې څوک دا ونۀ وائى چې ګنې ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چې په پړده کښې دے. او ستا آسمانى پلار چې په رازونو خبر دے، هغه به تا له ستا اجر درکړى.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې د وادۀ زلمے د جنجيانو سره وى نو هغوئ روژه نيولے شى څۀ؟ ترڅو پورې چې د وادۀ زلمے د دوئ سره وى نو دوئ به روژه نۀ نيسى.
زۀ په هفته کښې دوه روژې نيسم او څۀ چې ګټم خُدائ پاک ته د هغې نه لسمه ورکوم.
ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى.