14 څنګه چې هغه له دې ځايه لاړو هغۀ د حلفۍ زوئ ليوى د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ ليوى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ما پسې راځه، مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى.“
نو څۀ وخت وروستو چې عيسىٰ د ليوى په کور کښې روټۍ ته کښېناستو، ډېر محصولچيان، ګناهګاران او د هغۀ مريدان ورسره يو ځائ روټۍ ته ناست وُو، ځکه چې ډېرو خلقو هغه منلو.
او اندرياس، فيليپوس او برتلماۍ، متى، توما او د حلفئ زوئ يعقوب، تدى او شمعون ننګيالے،
متى، توما، د حلفئ زوئ يعقوب، او شمعون چې ورته ننګيالے هم وئيلے شى،
کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ هغه بالاخانې ته لاړل چرته چې هغوئ دېره وُو. څوک چې هلته موجود وو هغوئ کښې پطروس، يوحنا، يعقوب، اندرياس، فيليپوس، توما، برتلماۍ، متى، يعقوب د حلفئ زوئ، شمعون ننګيالے او يهوداه د يعقوب زوئ وو.