Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 2:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 عيسىٰ يو ځل بيا د درياب غاړې ته لاړو، ګڼ خلق ورله راغلل او هغۀ هلته ورته تعليم ورکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 2:13
11 Iomraidhean Croise  

هم په دغه ورځ عيسىٰ د کور نه بهر شو او د درياب په غاړه کښېناستو.


څنګه چې عيسىٰ له دې ځايه لاړو نو هغۀ متى نومې سړے د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ متى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.


خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.


عيسىٰ د هغه ځائ نه بيا روان شو نو يهوديه او اُردن د سيند پورې غاړې ته لاړو، او ډېر خلق بيا ترې راچاپيره شُو. او د خپل عادت په مطابق هغۀ بيا هغوئ ته تعليم شروع کړو.


او دومره ډېر خلق ورته راټول شول چې د دروازې نه بهر هم نۀ ځائېدل. او څۀ وخت چې هغۀ هغوئ ته کلام بيانولو،


عيسىٰ يو ځل بيا د درياب په غاړه تعليم شروع کړو او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې په درياب کښې کشتۍ ته وختو او هلته کښېناستو، او نور ټول خلق د درياب په غاړه په اوچه ورته راټول شوى وُو.


خو هغوئ په دې کښې بې‌وسه وُو، ځکه چې د خلقو د عيسىٰ په خبرو يقين وو.


او سحر وختى به ټول خلق د خُدائ کور ته راټولېدل چې د هغۀ خبرې واورى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan