8 نو هغوئ بهر ووتلې او د قبر نه په تېښته لاړې ځکه چې هغوئ يرې او ډېر هيبت اخستې وې. هغوئ هيچا ته هم غږ ونۀ کړو ځکه چې هغوئ يرېدلې.
اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې وفرمائيل، ”ځان تيار کړه، زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دُعا مۀ کوه او کۀ په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“
هغوئ د قبر نه په هيبت او خوشحالۍ لاړې او په منډه شوې چې مريدان خبر کړى.
څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې بس کړې نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول،
خو لاړې شئ، د هغۀ مريدانو او پطروس ته دا خبر ورسوئ چې هغه ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه څنګه چې هغۀ تاسو ته فرمائيلى وُو.“
کله چې عيسىٰ د اِتوار په سحر د مړو نه راژوندے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو د چا نه چې هغۀ اووۀ پيريان لرې کړى وُو.
د ځان سره بټوه مۀ اخلئ، نۀ تيلۍ او نۀ پېزار. او په لاره د چا سره په دُعا سلام ډېر وخت مۀ ضائع کوئ.
هغوئ يرې او هيبت واخستل او په دې سوچ کښې شُو چې ګنې پيرے يې وليدو.