7 خو لاړې شئ، د هغۀ مريدانو او پطروس ته دا خبر ورسوئ چې هغه ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه څنګه چې هغۀ تاسو ته فرمائيلى وُو.“
خو هر کله چې زۀ بيا پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“
بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه، لاړې شئ او زما وروڼو له دا پېغام ورکړئ چې هغوئ دې ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“
نو بيا زر لاړې شئ او د هغۀ مريدان خبر کړئ چې هغه له مړو نه ژوندے پاڅولے شوے دے او ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به يې هلته ووينئ. څۀ چې درته ما ووئيل هغه ياد ساتئ.“
خو هر کله چې زۀ بيا ژوندے پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“
نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.
نو هغوئ بهر ووتلې او د قبر نه په تېښته لاړې ځکه چې هغوئ يرې او ډېر هيبت اخستې وې. هغوئ هيچا ته هم غږ ونۀ کړو ځکه چې هغوئ يرېدلې.
څۀ موده پس عيسىٰ بيا د ګليل د درياب په غاړه مريدانو ته خپل ځان څرګند کړو. هغه په دې طريقه څرګند شو.
او کوم خلق چې د هغۀ سره د ګليل نه يروشلم ته راغلى وُو، هغوئ هغه تر ډېرو ورځو پورې وليدلو. هغوئ اوس زمونږ د قوم خلقو ته د هغۀ ګواهان دى.
او هغه اول پطروس او بيا دولسو کسانو ته ښکاره شو.
نو اوس د دې په ځائ تاسو ته په کار دى چې د هغۀ قصور معاف کړئ او تسلى ورکړئ هسې نه چې هغه د ډيرې پرېشانۍ په وجه غرق شى.