Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 16:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 16:6
23 Iomraidhean Croise  

کۀ څۀ هم تا زۀ د ډېرو سختو سره مخ کړم، تۀ به دوباره ما ژوندے کړې، او د زمکې د ژورې کندې نه به مې راوباسې.


زۀ د هغه چا سره مينه کوم څوک چې ما سره مينه کوى، او څوک چې زما لټون کوى نو ما بيامومى.


نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى.


”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“


هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“


په هغۀ پورې به ملنډې وکړے شى او توکاڼى به پرې وتُوکلے شى، په کوړو به ووهلے شى او قتل به يې کړى، خو درې ورځې پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“


او هغۀ بيا د ځان سره پطروس، يعقوب او يوحنا بوتلل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله.


هر کله چې هغوئ عيسىٰ وليدلو نو ټول خلق حېران شول او په منډه هغۀ له ستړى مشى له ورغلل.


هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د پخوا نه دا ليکلے شوى دى چې مسيح به زحمت وزغمى او په درېمه ورځ به د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.


خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.


نو په دې پوهه شئ تاسو او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو چې، دا سړے ستاسو په وړاندې د عيسىٰ مسيح ناصرى د نوم په وسيله روغ ولاړ دے، څوک چې تاسو په سولۍ کړو خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan