Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 16:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغوئ چې قبر ته ورننوتلې، نو يو ځوان يې وليدو چې ښى اړخ ته ناست وو او سپينه چُوغه يې اچولې وه، او هغوئ اريانې دريانې شوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 16:5
14 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم.


کله چې هغه ما ته نزدې راغلو چرته چې زۀ ولاړ وم، نو زۀ وويرېدلم او پړمخې په زمکه پرېوتلم. هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، په دې پوهه شه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.“


مخ يې د برېښنا په شان ځلېدو او جامې يې لکه د واورو په شان سپينې وې.


هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“


او هغۀ بيا د ځان سره پطروس، يعقوب او يوحنا بوتلل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله.


خو چې هغوئ په غور سره وکتل نو څۀ ګورى چې کاڼے د مخکښې نه رغړېدلے وو اګر چې دغه کاڼے ډېر غټ وو.


هر کله چې هغوئ عيسىٰ وليدلو نو ټول خلق حېران شول او په منډه هغۀ له ستړى مشى له ورغلل.


د دې په ليدلو زکرياه حېران شو او يرې واخستو.


بيا هغه بل مريد څوک چې قبر ته مخکښې رسېدلے وو هغه هم قبر ته ورننوتو او وې ليدل او يقين يې پرې وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan