2 او د اِتوار په ورځ سحر وختى د نمر راختو نه لږ وروستو هغوئ قبر له ورغلې.
خو په توره خړه بادشاه پاڅېدو او د زمرو غار ته په تېزۍ سره ورغلو.
د سبت ورځ تيره شوه او د اِتوار د ورځې سحر کېدونکے وو چې مريم مګدلينى او هغه بله مريم د قبر ليدو له راغلې.
هر کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مريم مګدلينى، د يعقوب مور مريم او سلومى خوشبوداره تېل واخستل او نيت يې وکړو چې ورشى او د عيسىٰ په لاش يې واچوى.
په لاره هغوئ يو بل ته ووئيل چې، ”مونږ ته به د غار د خولې نه کاڼے څوک ورغړوى؟“
خو د اِتوار په ورځ سحر وختى هم هغه ښځې قبر له راغلې او هغه تيارې کړې خوشبويۍ يې د ځان سره راوړې.
د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو.