18 کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“
زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“
تۀ به په ازمرى او مار باندې پښې ږدې، تۀ به ځوان زمرے او اژدها د پښو لاندې کړې.
او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“
ګورئ، ما تاسو له اختيار درکړو چې ماران او لړمان د پښو لاندې کړئ او د دشمن طاقت هم ختموئ او هيڅ څيز به هم تاسو ته نقصان نۀ شى درکولے.
تر دې چې خلقو به خپل رومالونه او پېش بندونه د پولوس د بدن سره لګول او هغه به يې په بيمارانو راښکل نو هغوئ به د رنځونو نه رغېدل او پيريان به د هغوئ نه تښتېدل.
چې کله پطروس دا وليدل نو هغوئ ته يې ووئيل چې، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو په دې ولې حېران شوئ او تاسو ولې مونږ ته ګورئ چې ګنې دا سړے مونږ په خپل طاقت يا په خپلې ديندارۍ د ګرځېدو کړو؟
د عيسىٰ په نوم د ايمان په وسيله، دا سړے چې تاسو يې وينئ او پېژنئ ورته طاقت ورکړے شو. د عيسىٰ په نوم ايمان دې سړى ته مکمله شفا ورکړه او تاسو ټول يې وينئ.
نو په دې پوهه شئ تاسو او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو چې، دا سړے ستاسو په وړاندې د عيسىٰ مسيح ناصرى د نوم په وسيله روغ ولاړ دے، څوک چې تاسو په سولۍ کړو خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو.
نو چې کوم سړى ته په مُعجزانه طور شفا مِلاو شوې وه د هغۀ عُمر د څلوېښتو کالو نه زيات وو.
خپل لاس راوږد کړه چې شفا ورکړى او معجزې نښې او عجيبه کارونه ستا د پاک خادِم عيسىٰ د نوم په وسيله وکړى.“
پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”اينياسه، عيسىٰ مسيح تا له شفا درکوى. پاڅه او بستره دې ونغاړه.“ او اينياس سمدستى پاڅېدلو.
خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.
چا ته هم د هغه روح په وسيله ايمان او چا ته هم د هغه روح په وسيله د شفا ورکولو قدرت،