17 څوک چې ايمان راوړى دا معجزې به ترېنه څرګنديږى چې زما په نوم به پيريان شړى او په نورو ژبو به خبرې کوى.
يوحنا هغۀ ته ووئيل، ”اُستاذه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه چې هغه زمونږ نه نۀ وو.“
بيا هغه دوه اويا کسان خوشحاله واپس راغلل او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، ستا په نوم پيريان هم زمونږ تابعدارى کوى.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هم هغه کارونه کوى لکه چې زۀ يې کوم، او هغه به د دې نه هم لوئ کارونه کوى ځکه چې زۀ پلار له روان يم.
ځکه چې دوئ واورېدل چې هغوئ په غېرو ژبو کښې خبرې شروع کړې او د خُدائ پاک لوئى يې بيانوله. بيا پطروس ووئيل،
هغې دا وينا ډيرې ورځې وکړه خو آخر پولوس تنګ شو. هغۀ هغه روح ته مخ راواړولو او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ تا ته حُکم درکوم چې د عيسىٰ مسيح په نوم د دې نه بهر شه.“ او هغه په هغه ځائ د هغې نه راووتو.
کله چې پولوس خپل لاسونه د هغوئ په سر کېښودل نو په هغوئ روحُ القُدس نازل شو او هغوئ په غېر ژبو خبرې شروع کړې او پېشګويانې يې کولې.
نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ.
د خوا او شا کلو نه به ډېر خلق د يروشلم ښار ته راتلل، او خپل بيماران او هغه خلق به يې راوستل چې پيريانو به نيولى وُو، او هغوئ ټولو به شفا موندله.
د ډېرو نه پيريان په چغو راووتل او ډېر شل او ګوډ روغ جوړ شول.
چا ته د معجزو طاقت، چا ته پېشګوئې، چا ته د مختلفو روحونو پېژندل، چا ته د نورو ژبو وئيلو قدرت او چا ته د ژبو تشريح کول.
او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى.
ولې ټولو ته د شفا ورکولو نعمت ورکړے شوے دے څۀ؟ ولې ټول نورې ژبې وايو څۀ؟ ولې ټول تشريح کوونکى يُو څۀ؟
کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم.
ځکه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه د نورو خلقو سره نه، بلکې د خُدائ پاک سره خبرې کوى، او بل څوک د هغۀ په خبره نۀ پوهيږى ځکه چې هغه د روح په وسيله د راز خبرې کوى.