Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 16:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 پس له هغې نه هغه په يو بل شکل په دوو مريدانو راپېښ شو څوک چې بهر پټو ته په لاره روان وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 16:12
6 Iomraidhean Croise  

وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بې‌يقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو.


هر کله چې هغۀ دُعا کوله نو د هغۀ شکل بدل شو او د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې.


څۀ موده پس عيسىٰ بيا د ګليل د درياب په غاړه مريدانو ته خپل ځان څرګند کړو. هغه په دې طريقه څرګند شو.


اوس دا درېم ځل وو چې عيسىٰ د مړو نه د ژوندى کېدو نه وروستو مريدانو ته ځان څرګند کړو.


هغۀ د خپل مرګ نه پس هغوئ ته ځان څرګند کړو او هغوئ ته يې ډېر ثبوتونه پېش کړل چې هغه ژوندے دے او تر څلوېښتو ورځو هغه هغوئ ته ښکاره کېدو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله تعليم ورکولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan