11 خو چې هغوئ دا واورېدل چې هغه بيا ژوندے شوے دے او هغې ليدلے دے نو باور يې پرې ونۀ کړو.
کۀ ما هغۀ ته آواز وکړو او هغۀ جواب راکړو، نو زما يقين نۀ دے چې هغه به زما فرياد واورى.
موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل خو دوئ د هغۀ خبره وانۀ ورېدله، ځکه چې د هغوئ د سختې غلامۍ په وجه دوئ همت بائيللے وو.
کله چې هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول خو ځينې شکمن وُو.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“
خو دا خبرې هغوئ ته بېکاره ښکاره شوې او په هغوئ يې باور ونۀ کړو.
د هغوئ د خوشحالۍ په وجه اوس لا هم په هغۀ باور نۀ راتلو او حېران وُو، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو سره د خوراک څۀ بندوبست شته؟“
نو نورو مريدانو هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ مالِک وليدلو.“ خو توما هغوئ ته ووئيل چې، ”ترڅو چې ما د هغۀ په لاس کښې د مېخونو زخمونه ليدلى نۀ وى او د مېخونو په زخمونو مې ګوتې وهلې نۀ وى، او خپل لاس مې د هغۀ په پښتۍ نۀ وى لګولے نو زۀ به په دې هيڅکله يقين ونۀ کړم.“