6 د اختر په ورځ د ګورنر دا دستور وو چې د خلقو په خوښه به يې يو قېدى آزادولو.
”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“
خو هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځ نۀ وى، ګنې په خلقو کښې به بلوا جوړه شى.“
په دغه وخت کښې برابا نومې يو مجرم د باغيانو سره په قېد کښې وو چې د بغاوت په وخت يې قتل کړے وو.
خو پطروس د دروازې نه بهر ايسار شو. نو هغه بل مريد چې د مشر اِمام سره يې تعلق وو، واپس بهر راوتو او د هغه ښځې سره يې خبرې وکړې چې د دروازې چوکيداره وه او پطروس يې دننه راوستو.
بيا پيلاطوس عيسىٰ هغوئ ته د سولۍ کولو دپاره په حواله کړو. نو هغوئ عيسىٰ بوتلو.
چې دوه کالونه تير شول نو د فِليکس په ځائ پروکيوس فِستوس مقرر شو. او فِليکس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره پولوس په قېد کښې هم هغه شان پرېښودلو.
خو فِستوس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره د پولوس نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ يروشلم ته تلل غواړې چې هلته په دې مقدمه کښې زما په وړاندې پېش شې؟“