46 بيا يوسف د کتان کپړه په بيعه واخسته او د هغۀ لاش يې د سولۍ نه راکوز کړو او کفن يې کړو او په کنستلے شوى قبر کښې يې کېښودو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو.
تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟
د هغوئ اراده وه چې د بدعمله خلقو سره يې ښخ کړى، خو هغه د مالداره سړى په قبر کښې کېښودلے شو، خو هغۀ هيڅ جرم هم نۀ وو کړے او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.
ناګهانه يوه سخته زلزله راغله، د آسمان نه د مالِک خُدائ يوه فرښته راکوزه شوه، غار له راغله او هغه کاڼے يې ورغړولو او پرې کښېناسته.
کله چې هغه د صوبه دار نه خبر شو چې هغه مړ دے نو هغۀ يوسف له اجازت ورکړو چې لاش يې يوسى.
او مريم مګدلينى او د يوسيس مور مريم هغه ځائ وليدو په کوم ځائ کښې چې يې هغه کېښودو.
بيا هغۀ لاش د سولۍ نه راکوز کړو او د کتان کفن يې ورکړو او په غار کښې يې په کنستلے شوى قبر کښې کېښودو چې د دې نه وړاندې په کښې څوک اېښودے شوے نۀ وو.
عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، او قبر له راغے. دا يو غار وو چې مخې ته يې ګټه اېښودلے شوې وه.
نو هغوئ ګټه لرې کړله. بيا عيسىٰ پورته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، زۀ ستا شُکر کوم چې تا زما دُعا واورېدله.
د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو.