Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 15:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 د ارمتيه يوسف نومې يو سړے راغلو څوک چې د جرګې يو عزتمند کس وو او هغه په خپله ډېر اُميد سره د خُدائ پاک د بادشاهۍ د راتلو په اِنتظار وو، نو په زړۀ ورتيا سره پيلاطوس له ورغلو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 15:43
16 Iomraidhean Croise  

خو ډېر اول به آخر کړے شى او آخر به اول کړے شى.“


دغه شان وروستنى به اول شى او اول به آخر شى.“


کله چې ماښام شو نو د ارمتيه يو مالداره سړے وو چې نوم يې يوسف وو او د عيسىٰ مريد وو، راغلو.


پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو او اور ته يې ځان تودولو.


پيلاطوس حېران شو چې هغه مړ شوے هم دے، نو هغۀ صوبه دار راوغوښتو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”هغه مړ دے او کۀ نه؟“


په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو.


نو په هغه ساعت هغه راغله او د خُدائ پاک شُکر يې وکړو. نو هغې هغه ټولو خلقو ته د هغه ماشوم په حقله خبرې وکړې چې د يروشلم د آزادۍ په اِنتظار وُو.


نو بيا هلته يوسف نومې يو سړے وو چې د جرګې ممبر او نېک او صادق سړے وو.


د هغۀ د هغوئ په دې فېصلې او صلاح کښې ورسره راضى نۀ وو. چې د يهوديانو د ارمتيه ښاريې سره يې تعلق وو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ په انتظار وو.


د هغې نه پس يوسف چې د ارمتيه وو د پيلاطوس نه د عيسىٰ د مړى وړلو خواست وکړو. يوسف د عيسىٰ مريد وو خو په پټه ځکه چې هغه د يهوديانو نه يرېدو. د پيلاطوس په اجازت سره هغه راغلو او د هغۀ مړے يې يوړو.


خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل.


نو په دې وجه په هغوئ کښې ډېرو ايمان راوړو او ورسره څۀ يونانيانې عزتمندې ښځې او سړى هم ملګرى شُو.


او په مالِک کښې زمونږ زيات وروڼه او خوېندې زما د قېدېدو په وجه زړَور شول او بې‌يرې د خُدائ پاک کلام په اورولو کښې زړۀ ورتيا ښکاره کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan