3 نو بيا مشرانو اِمامانو په هغۀ ډېر اِلزامونه ولګول.
زۀ د يو داسې کس په شان شوے يم چې اورېدے نۀ شى، او په خولۀ باندې هيڅ جواب ورکولے نۀ شى.
هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.
او کوم اِلزام چې په هغۀ باندې مشرانو اِمامانو او اولسى مشرانو لګولے وو د هغې يې هيڅ جواب ورنۀ کړو.
پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”تا په خپله ووې.“
او پيلاطوس د هغۀ نه بيا تپوس وکړو، ”ولې تا سره د خپلې صفايئ دپاره څۀ جواب نشته څۀ؟ تۀ ګورې چې دوئ په تا څومره اِلزامونه لګوى.“
خو پيلاطوس په دې خبره حېران شو چې عيسىٰ بل هيڅ جواب ورنۀ کړو.
د هغه ساعت نه پس پيلاطوس ډېر کوشش کولو چې هغه آزاد کړى خو يهوديانو چغې وهلې، ”کۀ تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ د رومى قيصر خير خواه نۀ يې. هر څوک چې د بادشاه کېدو دعوىٰ کوى هغه د رومى قيصر مخالفت کوى.“