29 څوک چې په لاره تېرېدل نو هغۀ پورې يې مسخرې کولې او سرونه به يې خوځول او چغې سورې به يې وهلې، ”اوس خپل ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې.
زۀ د خپلو دشمنانو د خندا شوم، کله چې هم ما ګورى نو خپل سرونه خوځوى.
چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى، او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.
ستا دپاره ما د خلقو سپکاوے برداشت کړو او د شرم په وجه ما خپل سر ښکته کړو.
ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو.
هغوئ ټول څوک چې په دې لاره تېريږى هغوئ تا پورې ملنډى وهى. هغوئ د مسخرو نه خپل سرونه خوځوى او د لور يروشلم ښار پورې خندا کوى. ”آيا دا هغه ښار نۀ وو کوم به چې يادېدو، او په خپل ښائست کښې بېعېبه وو، او د ټولې دُنيا د خوشحالۍ سبب وو؟“
”دۀ فرمائيلى وُو چې زۀ د خُدائ پاک کور نړولے شم او په درېو ورځو کښې يې بيا آبادولے شم.“
”مونږ د دۀ نه دا اورېدلى دى چې، زۀ به دا د خُدائ کور ورانوم چې بنى آدمو ودان کړے دے او په درېو ورځو کښې به بل داسې ودان کړم چې هغه به د بنى آدم په لاسونو نۀ وى جوړ شوے.“
ښه نو بيا خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“