27-28 هغوئ دوه ډاکوان هم د هغۀ سره په سولۍ کړى وُو، يو يې د هغۀ ښى او بل يې د هغۀ ګس لاس ته راځوړند کړے وو.
دوه ډاکوان يې هم د هغۀ سره په سولۍ کړى وُو، يو يې د هغۀ ښى او بل يې د هغۀ ګس لاس ته راځوړند کړے وو.
او د هغۀ خلاف د اِلزام په تخته څۀ داسې ليکلے وو، ”د يهوديانو بادشاه.“
پرېږدئ چې مسيح، دا د بنى اِسرائيلو بادشاه، دې اوس د سولۍ نه راکوز شى، چې مونږ دا ووينو او ايمان پرې راوړو.“ تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.
هلته هغوئ هغه په سولۍ کړو او ورسره يې دوه نور هم، يو ښى لاس ته او بل ګس لاس ته، او عيسىٰ د هغوئ په مينځ کښې وو.