21 د سکندر او د روفوس پلار شمعون څوک چې د کرينى اوسېدونکے وو هغه د کلى نه په هغه لاره راروان وو نو هغوئ هغه په بيګار ونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى.
کله چې دوئ په لاره روان وُو نو شمعون نومې کرينى سړے يې په نظر شو او هغه يې په زور په بيګار راونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى.
کۀ چرې يو اختيار لرونکے تا يو ميل په بيګار بوځى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه.
او چې ټوقې يې بس کړې نو کاسنى چُوغه يې ترې وويستله او خپلې جامې يې ورواغوستلې. بيا يې هغه بهر په سولۍ کولو له بوتلو.
او کوم سړے چې خپله سولۍ په خپله نۀ پورته کوى او په ما پسې نۀ راځى، هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.
چې هغوئ عيسىٰ په سولۍ کولو له بوتلو نو شمعون کرينى نومې سړے يې راونيولو چې د کلى نه راتلو، سولۍ يې هغۀ ته په اوږه کړه او هغه يې عيسىٰ پسې روان کړو.
او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى.
خو په هغوئ کښې څۀ خلق د قبرص او کرين وُو چې اَنطاکيه ته لاړل او يونانيانو ته يې هم د مالِک عيسىٰ په حقله زيرے اورولو.
د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل.
فروګيه، پمفوليه، مِصر، ليبيا د ضلعو چې د کرينى طرف ته دى او هم رومى مسافران،
د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو.
روفوس ته سلام وايئ چې د مالِک غوره شوے دے او د هغۀ مور ته چې زۀ يې هم مور ګڼم، سلام وايئ.