18 او بيا يې هغۀ ته په دې وينا سره سلامى کوله، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“
هغۀ دا خوب خپل پلار ته هم ووئيلو او پلار هغه ورټلو، ”دا څنګه خوب دے چې تا ليدلے دے؟ ستا خيال دا دے چې ستا مور، ستا وروڼه او زۀ، مونږ به راځو او تا ته به په زمکه پرېوځُو؟“
نو اوس راځئ، چې وې وژنو او په يو اوچ کوهى کښې يې وغورزوو. مونږ به وايو چې هغه يو ځنګلى ځناور خوړلے دے. بيا به مونږ وګورو چې د هغۀ د خوبونو څۀ نتيجه راوځى.“
او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو او يو بينت يې په ښى لاس کښې ورکړو، بيا د هغۀ په مخکښې په زنګنو شول او ټوقې يې ورپورې کولې چې، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“
هغوئ عيسىٰ ته کاسنى چُوغه واغوسته او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو.
او هغوئ هغه په بينت په سر وهلو او توکاڼى يې پرې تُوکل او بيا هغۀ ته په ګوډو شول او د ټوقو سجدې يې ورته وکړلې.
پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”تا په خپله ووې.“
هغوئ هغۀ له راتلل، او ورته يې وئيل، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ او په مخ به يې څپېړه ورکوله.