1 هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو.
د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.
چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو.
خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه.