71 په دې هغه په ښيرو سر شو او په قسم سره يې ووئيل، ”تاسو چې د کوم سړى ذکر کوئ زۀ هغه نۀ پېژنم.“
په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د اِسرائيل د علاقې کمول شروع کړل. د شام بادشاه حِزائيل د اِسرائيل ټوله علاقه فتح کړه
د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.
خو هغه بيا منکر شو. لږه شېبه وروستو څوک چې هلته ولاړ وُو پطروس ته يې بيا ووئيل، ”بېشکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې تۀ هم د ګليل يې.“
بيا چرګ په دوېم ځل بانګ ووئيلو او پطروس ته راياد شُو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د چرګ د دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ نو هغه بيا ډېر خفه شو او په ژړا شو.
نو کۀ ستا خيال وى چې تۀ مضبوط ولاړ يې خو احتياط کوه چې راپرې نۀ وځى.