70 خو هغه بيا منکر شو. لږه شېبه وروستو څوک چې هلته ولاړ وُو پطروس ته يې بيا ووئيل، ”بېشکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې تۀ هم د ګليل يې.“
خو هغه منکر شو او وې وئيل، ”ما ته هيڅ پته نشته، چې دا تۀ لا څۀ وے.“ بيا هغه بهر ډيوډۍ ته لاړو په هم دې وخت چرګ بانګ ووئيلو.
او هغې خِدمتګارې هغه هلته بيا وليدو او ولاړو خلقو ته يې ووئيل، ”دے د هغۀ ملګرے دے.“
په دې هغه په ښيرو سر شو او په قسم سره يې ووئيل، ”تاسو چې د کوم سړى ذکر کوئ زۀ هغه نۀ پېژنم.“
په سختې حېرانتيا سره هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا ټول ګليليان نۀ دى چې خبرې کوى څۀ؟
هغوئ به ورته ووئيل چې، ”شبوليت ووايه.“ خو هغۀ به ورته په جواب کښې ”سبوليت“ ووئيل ځکه چې هغۀ به دا ټکے صحيح نۀ شو وئيلے. نو هغه به يې ونيولو او د اُردن سيند نه د پورې وتو په ځائ کښې به يې ووژلو. په هغه وخت کښې دوه څلوېښت زره اِفرائيميان ووژلے شول.