68 خو هغه منکر شو او وې وئيل، ”ما ته هيڅ پته نشته، چې دا تۀ لا څۀ وے.“ بيا هغه بهر ډيوډۍ ته لاړو په هم دې وخت چرګ بانګ ووئيلو.
پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو او اور ته يې ځان تودولو.
او هغې خِدمتګارې هغه هلته بيا وليدو او ولاړو خلقو ته يې ووئيل، ”دے د هغۀ ملګرے دے.“
خو هغه بيا منکر شو. لږه شېبه وروستو څوک چې هلته ولاړ وُو پطروس ته يې بيا ووئيل، ”بېشکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې تۀ هم د ګليل يې.“
بيا چرګ په دوېم ځل بانګ ووئيلو او پطروس ته راياد شُو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د چرګ د دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ نو هغه بيا ډېر خفه شو او په ژړا شو.