64 تاسو په خپله دا کُفر واورېدو ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د مرګ جوګه دے.“
او وبه وژلے شى. هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى چې هغه مالِک خُدائ ته کنځل وکړى نو ټول قوم دې هغه ووژنى.
بيا هغوئ ووئيل، ”ولې د دې نه پس مونږ ته د نورې ګواهۍ حاجت شته څۀ؟ مونږ د دۀ د خپلې خولې نه په خپله دا خبره واورېده.“
يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“
په دې وجه يهوديان نور هم د هغۀ په مرګ پسې شول ځکه چې يواځې دا نه چې هغۀ د سبت حُکم ماتولو بلکې هغۀ خُدائ پاک ته خپل پلار وئيلو او خپل ځان يې د خُدائ پاک سره برابر ګڼلو.
کۀ د يو جرم په وجه څوک وژلے شوے وى او د هغۀ لاش په يوه ونه کښې ځوړند وى،