Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 14:61 - Pakistani Yousafzai Pashto

61 خو هغه چپ پاتې شو او هيڅ جواب يې ورنۀ کړو. بيا مشر اِمام ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ مسيح، د مبارک ذات زوئ يې څۀ؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 14:61
30 Iomraidhean Croise  

ټول ثناء صِفتونه تا ته دى اے مالِکه خُدايه، ستا اصُول ما ته را زده کړه.


زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.


زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.


هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.


شمعون پطروس جواب ورکړو، ”تۀ مسيح د ژوندى خُدائ پاک زوئ يې.“


او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“


هغوئ چغې کړې، ”اے د خُدائ پاک زويه. تۀ زمونږ نه څۀ غواړې؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې مونږ د قيامت نه وړاندې په عذاب کړې څۀ؟“


نو بيا مشر اِمام د هغوئ په وړاندې پاڅېدو او عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“


پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”تا په خپله ووې.“


ما دا په خپله وليدل او زۀ په دې ګواهى کوم چې دا د خُدائ پاک غوره کړے شوے دے.“


يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او ورته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ مونږ په شک کښې ساتې؟ کۀ تۀ مسيح يې نو مونږ ته صفا صفا ووايه.“


ولې تاسو دا وئيلے شئ چې څوک چې پلار مقدس کړے دے او دُنيا ته يې رالېږلے دے، هغه کُفر کوى ځکه چې ما وفرمائيل چې زۀ د خُدائ پاک زوئ يم؟


پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ بادشاه يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ وائې چې زۀ بادشاه يم. آو، زۀ د دې دپاره پېدا شوے يم، او د دې دپاره زۀ دُنيا ته راغلے يم چې د حقيقت ګواهى ورکړم. او هر څوک چې حقيقت خوښوى هغه زما آواز اورى.“


يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“


هغه خپلې قلعې ته بيا دننه شو او د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنۀ کړو.


هغۀ چې کومه صحيفه لوستله هغه دا وه چې، ”لکه چې يو ګډورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموشه وى، نو هم هغسې هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.


دا تعليم د مبارک خُدائ پاک د جلالى زېرى په مطابق دے کوم چې هغۀ ما ته په حواله کړے دے.


نو خُدائ پاک به هغه په مناسب وخت را ښکاره کړى، او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے.


نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan