Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 14:57 - Pakistani Yousafzai Pashto

57 نو بيا ځينې کسان پاڅېدل او د هغۀ په خلاف يې داسې د دروغو ګواهى وکړه چې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 14:57
9 Iomraidhean Croise  

”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے‎ شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.


”اوس ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ پاک دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې. ښه نو بيا کۀ تۀ په رښتيا د خُدائ زوئ يې خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“


ډېرو د هغۀ په خلاف د دروغو ګواهى وکړله خو د هغوئ بيان د يو بل سره سمون نۀ خوړلو.


”مونږ د دۀ نه دا اورېدلى دى چې، زۀ به دا د خُدائ کور ورانوم چې بنى آدمو ودان کړے دے او په درېو ورځو کښې به بل داسې ودان کړم چې هغه به د بنى آدم په لاسونو نۀ وى جوړ شوے.“


څوک چې په لاره تېرېدل نو هغۀ پورې يې مسخرې کولې او سرونه به يې خوځول او چغې سورې به يې وهلې، ”اوس خپل ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan