Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 14:55 - Pakistani Yousafzai Pashto

55 مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش کولو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 14:55
13 Iomraidhean Croise  

دوه بدمعاشان د هغۀ مخامخ کښېنوئ چې اِلزام ورباندې ولګوى چې هغۀ د خُدائ پاک او بادشاه ګستاخى کړې ده. بيا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړ شى.“


هغه دوو بدمعاشانو د خلقو په مينځ کښې په هغۀ اِلزام ولګولو چې هغۀ د خُدائ پاک او د بادشاه ګستاخى کړې ده، نو هغه د ښار نه بهر بوتلے شو او سنګسار يې کړو.


ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.


بې‌رحمه ګواهانو په دروغو وکړه ګواهى په ما، چې بلکل ترې خبر نۀ يم هغه اِلزامونه يې ولګول په ما.


نو په دې وجه نور وزيران او لوئ آفسران په دې لټون کښې شُو چې د هغۀ په حکومتى انتظام کښې څۀ داسې غلطى پېدا کړى. خو هغوئ څۀ داسې هيڅ څيز د هغۀ خلاف پېدا نۀ کړلو چې هغه پرې ملامته کړى، ځکه چې هغه ډېر ايماندار وو او هيڅ قسم غلطى او بې‌ايمانى يې نۀ کوله.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.


ډېرو د هغۀ په خلاف د دروغو ګواهى وکړله خو د هغوئ بيان د يو بل سره سمون نۀ خوړلو.


بيا مشر اِمام د عيسىٰ نه د هغۀ د مريدانو او د هغۀ د تعليم په حقله تپوس وکړو.


نو تۀ زما نه تپوسونه ولې کوې؟ هغوئ نه تپوس وکړه چا چې هغه اورېدلى دى څۀ چې ما هغوئ ته وئيلى دى، هغوئ ته پته ده چې ما څۀ وئيلى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan