53 بيا هغوئ عيسىٰ د مشر اِمام کور ته بوتلو چرته چې مشران اِمامان، د شرعې عالمان او اولسى مشران راټول وُو.
هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.
بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول.
خو هغۀ د کتان څادر پرېښودلو او لغړ وتښتېدلو.
هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو.