Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 14:50 - Pakistani Yousafzai Pashto

50 نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 14:50
11 Iomraidhean Croise  

د بيمارۍ په وجه زما دوستان او ملګرى زما نه په ډډه ودريږى، تر دې چې خپل خاندان هم رانه لرې لرې کيږى.


تا زما محبوب او دوستان رانه جدا کړى دى، تورو تيارو سره مې يارانه شوه.


”ما يواځې انګور نچوړ کړى دى، په قومونو کښې هيڅ څوک هم ما سره نۀ وو. ما په غصه کښې هغوئ نچوړ کړى دى او د قهر نه پرې ګرځېدلے يم. د هغوئ د وينې دارې زما په کپړو پرېوتې دى او زما جامې په وينو سرې شوې دى.


او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ټول به تيندک وخورئ ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم او ګډې به يې خورې ورې شى.“


زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې ورکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو. خو دا ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“


څوک چې ورسره وُو په هغوئ کښې يو ځوان وو چې د کتان د څادر نه يې لنګ وهلے وو. هغوئ د نيولو کوشش وکړو،


ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے.


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه زۀ يم. کۀ تاسو ما لټوئ نو دا نور سړى پرېږدئ چې ځى.“


په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم. خُدائ دې هغوئ په دې ګناه ونۀ نيسى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan