5 ځکه چې دا عطر خو به په څۀ دپاسه د درېو سوو دينارو خرڅ شوے وے او پېسې به يې خوارانو له ورکړے شوے وے.“ نو هغوئ هغې ته غصه وکړه.
هغوئ به په خپلو خېمو کښې غورېدل او د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړه.
خو هر کله چې دا نوکر بهر راووتو نو د خپلو ملګرو نوکرانو نه يو نوکر ورسره مِلاو شو په چا چې د دۀ سل ديناره قرض وُو. هغه يې راونيوو، او په مرۍ ورته غلے شو او ورته يې ووئيل چې زما قرض ما ته واپس کړه.
هغوئ چې مزدورى واخسته نو د باغ مالِک ته وغورېدل چې
دا خو به په ډېرو پېسو خرڅ شوې وے او پېسې به يې د چا غريبانانو په کار راغلې وے.“
په حاضر مجلس کښې ځينې کسانو په غصه کښې ووئيل چې، ”دا قيمتى عطر ولې ضائع شول؟
خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”دا پرېږدئ، تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې زما ډېر ښۀ خِدمت وکړو.
خو فريسيانو او د شرعې عالمانو په خپلو کښې غورېدل شروع کړل او داسې لګيا وُو، ”ګورئ دا سړے خو ګناهګارانو ته هرکلے وائى او ورسره خوراک هم کوى.“
ځينو دا ګُمان وکړو چې يهوداه سره تيلۍ ده، نو عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل چې اختر له چې څۀ په کار دى هغه واخله يا دا چې غريبانانو له څۀ ورکړه.
نو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”په خپلو کښې مۀ غورېږئ.
فيليپوس ورته جواب ورکړو چې، ”د دوو سوو دينارو روټۍ به هم کافى نۀ وى چې د دې خلقو لږه لږه ورسى.“
او تاسو شکايت ونۀ کړئ لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا د هلاکت فرښتې هغوئ هلاک کړل.
پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى.
تاسو يو بل ته وغورېدئ او ومو وئيل، مالِک خُدائ زمونږ نه نفرت کوى. هغۀ مونږ د مِصر مُلک نه صِرف د دې دپاره راوويستلو چې اموريانو ته مو حواله کړى چې هغوئ مونږ ووژنى.
هر کار بې د غورېدو او بحث نه بغېر پوره کوئ،
دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.