Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 14:49 - Pakistani Yousafzai Pashto

49 زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې ورکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو. خو دا ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 14:49
27 Iomraidhean Croise  

دا هر څۀ ځکه وشول چې مالِک خُدائ د پېغمبر په وسيله څۀ فرمائيلى وُو هغه پوره شى،


نو بيا د صحيفو دا وينا به څنګه تر سره کيږى چې په کښې وئيلے شوى دى چې دا به ضرور کيږى؟“


هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څۀ؟ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو.


خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.


عيسىٰ د هغه ځائ نه بيا روان شو نو يهوديه او اُردن د سيند پورې غاړې ته لاړو، او ډېر خلق بيا ترې راچاپيره شُو. او د خپل عادت په مطابق هغۀ بيا هغوئ ته تعليم شروع کړو.


هغوئ يو ځل بيا يروشلم ته راغلل او کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې ګرځېدو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورته راغلل،


نو کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو، داسې يې وفرمائيل، ”نو د شرعې عالمان بيا دا څنګه وائى چې مسيح د داؤد زوئ دے؟


بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ؟


نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.


د خُدائ په کور کښې به هره ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو. او مشران اِمامان او د شرعې عالمان د دۀ د وژلو په تلاش کښې وُو چې د اولسى مشرانو مرسته هم ورسره وه.


ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو،“ او دا الفاظ به ضرور زما په حقله پوره کيږى، بې‌شکه هر څۀ چې زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به پوره کيږى.“


او عيسىٰ د خُدائ په کور کښې د سليمان په برانډه کښې ګرځېدو.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى.


د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.


عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“


بله ورځ سحر وختى هغه بيا د خُدائ کور ته راغلو. ټول خلق ورته راغونډ شول، او هغه کښېناستو او هغوئ ته يې تعليم شروع کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan