Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 14:44 - Pakistani Yousafzai Pashto

44 جاسوس هغوئ ته دا نښه ښودلې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ او د ځان سره يې په حفاظت بوځئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 14:44
13 Iomraidhean Croise  

په چوکاټونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم.


د دوست رټنه د هغۀ د مينې اظهار دے، خو د دشمن ښکلول سراسر دوکه ده.


پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“


عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو راغلو، او هغۀ سره ډېر خلق چې تُورې او کوتکې په لاس وُو راښکاره شول. هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو.


کله چې دے هغه ځائ ته راورسېدو نو هغه سمدستى وروړاندې شو او عيسىٰ ته يې ووئيل، ”اُستاذه.“ او ښکل يې کړو.


د ښۀ وهلو ټکولو نه پس يې هغوئ په قېدخانې کښې واچول او د جيل مشر ته يې حکم وکړو چې په هغوئ سخت نظر ساتى چې ونۀ تښتى.


او په هيڅ خبره کښې هم د خپلو مخالفينو نه مۀ يرېږئ، ځکه چې دا د هغوئ دپاره د تباهۍ نښه ده، خو ستاسو دپاره دا د خُدائ پاک د طرف نه خلاصون دے.


زۀ پولوس په خپل لاس درته دا سلامونه ليکم او زما په ټولو خطونو کښې د ثبوت دپاره دا زما د ليکلو نښه او طريقه ده.


نو اوس بيا په مالِک خُدائ قسم وکړئ چې تاسو به زما خاندان سره داسې ښۀ سلوک کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره کړے دے. او ما سره څۀ ضمانت کېږدئ چې زۀ په تاسو باور وکړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan