42 پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“
پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“
درېم ځل هغه راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ بس، هغه وخت راغلو چې اِبن آدم د ګناهګارانو لاسونو ته وسپارلے شى.
عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو راغلو، او هغۀ سره ډېر خلق چې تُورې او کوتکې په لاس وُو راښکاره شول. هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو.