35 بيا هغه يو څو قدمه لاړو، او په زمکه پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وغوښتله، ”کۀ دا کېدے شى نو دا سخت وخت دې له ما نه لرې کړے شى.“
ابرام مخ په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه او خُدائ پاک وفرمائيل چې،
کله چې ټولو بنى اِسرائيلو وليدل چې اور راکوزېدلو او د مالِک خُدائ د جلال نه ډک حضور هغه کور ډک کړے وو، نو هغوئ پړمخې په زمکه وغورزېدل، سجده يې وکړه او د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې يې وفرمائيل، ”هغه مهربان دے، د هغۀ د وفا نه ډکه مينه د همېشه دپاره ده.“
هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
بيا هغه مريدانو له راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ خو وخت راغلو چې اِبن آدم به د ګناهګارانو لاسونو ته حواله شى.
درېم ځل هغه راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ بس، هغه وخت راغلو چې اِبن آدم د ګناهګارانو لاسونو ته وسپارلے شى.
هغه په خپله د هغوئ نه يو څو قدمه وړاندې لاړو، په ګوډو شو او دُعا يې شروع کړه،
عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلو چې اِبن آدم خپله لوئى ومومى.
نو يو ځل بيا زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پړمخې پرېوتم او نۀ مې څۀ خوړل او نۀ مې څۀ څښل. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه او هغه مو غصه کړے وو.
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
نو هغه څليريشت مشران هغۀ ته په سجده پرېوځى او عبادت يې کوى څوک چې په تخت ناست دے، او چې تل تر تله ژوندے دے، نو هغوئ خپل تاجونه د تخت په وړاندې هغۀ ته ږدى او وائى چې،
او څلور واړو جاندارو پرې، ”آمين“ ووې او مشران د عبادت دپاره په سجده پرېوتل.