32 کله چې هغوئ ګيتسمنى نومې ځائ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“
زما د مينې په بدل کښې يې په ما اِلزامونه ولګول، خو زۀ د هغوئ دپاره دُعا کوم.
خو هغۀ په دې خبره زور ورکړو، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او هغوئ ټولو هم دغه شان ووئيل.
هغۀ وفرمائيل، ”ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
يو ځل بيا هغه لاړو او هم هغه شان دُعا يې وغوښته.