Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 14:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 خو هغۀ په دې خبره زور ورکړو، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او هغوئ ټولو هم دغه شان ووئيل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 14:31
17 Iomraidhean Croise  

فِرعون ترې نه تپوس وکړو، ”دلته تا ته د څۀ کمے دے؟ چې واپس خپل کور ته تلل غواړې.“ حدد فِرعون له جواب ورکړو، ”نه، بس ما له د تلو اجازت راکړه.“


حِزائيل ورته ووئيل، ”زما په شان يو معمولى انسان دومره غټ کار څنګه کولے شى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته ښودلى دى چې تۀ به د شام بادشاه شې.“


کله چې زۀ ښۀ ومه نو ما داسې وئيل، ”زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم.“


نو ټولو خلقو په يوه خولۀ جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ چې څۀ هم فرمائيلى دى مونږ به هم هغه شان کوُو.“ بيا موسىٰ واپس د هغوئ جواب مالِک خُدائ ته ورسولو.


غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.


ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.


د انسان غرور په دۀ باندې زوال راولى، خو د انسان عاجز خوى هغۀ ته عزت ورکوى.


اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.


د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.


خو هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ نه اِنکار وکړم.


هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ، او په کومه بپتسمه چې به زما بپتسمه کيږى، په هغې به ستاسو بپتسمه هم وشى.


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن په هم دې شپه د دوېم چرګ بانګ وئيلو نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“


کله چې هغوئ ګيتسمنى نومې ځائ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“


خو هغوئ په ټينګه او په چغو ووئيل چې، ”دے دې په سولۍ کړے شى.“ او د هغوئ چغې ومنلے شوې.


پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، زۀ اوس ولې نۀ شم درتلے؟ زۀ به خپل ځان په تا قربان کړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan