25 زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې يې تازه ونۀ څښم.“
تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.
په هغه ورځ به د غرونو نه نوى مے څڅيږى، او غونډو نه به پئ بهيږى، او د يهوداه ټولو ولو کښې به ډيرې اوبۀ روانې وى، او د مالِک خُدائ د کور نه به يوه چينه بهيږى چې د کيکر وادى به اوبۀ کوى.
هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.
زۀ تاسو ته دا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ يې د خپل پلار په بادشاهۍ کښې تاسو سره تازه ونۀ څښم.“
او بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو دپاره توئيږى.
د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.