24 او بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو دپاره توئيږى.
بيا موسىٰ هغه وينه راواخستله چې په ښانکونو کښې وه او په خلقو يې وشيندله. هغۀ وفرمائيل، ”ګورئ، دا وينه د لوظ د پوخوالى دپاره ده کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے چې کله هغۀ دا ټول حُکمونه درکول.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه وخت راروان دے چې کله زۀ د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم.
اے زما قومه، ما تاسو سره لوظ وکړو او د هغې تصديق د قربانۍ وينې سره وشو، د دې دپاره چې زۀ به ستاسو قېديان د اوچ کندو نه آزاد کړم.
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
بيا هغۀ يوه پيالۍ راواخسته او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغوئ له يې ورکړه او هغوئ ټولو ترې وڅښل.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې يې تازه ونۀ څښم.“
او هم دغه شان يې د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په هغه وينه کښې کومه چې ستاسو دپاره توئيږى، د خُدائ پاک او انسانانو تر مينځه نوے لوظ دے.
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى.
کله چې د عشاء ربانى په وخت کښې مونږ هغه پيالۍ ته برکت ورکوو، ولې هغه د مسيح په وينه کښې شراکت نۀ دے څۀ؟ هغه روټۍ چې مونږ يې ماتوو، ولې هغه د مسيح د بدن شراکت نۀ دے څۀ؟
هم دغه شان هغۀ د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په وينه کښې د خُدائ پاک او انسانانو په مينځ کښې نوے لوظ دے. هر کله چې دا څښئ نو زما په ياد کښې يې څښئ.“