Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 14:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 بيا هغۀ يوه پيالۍ راواخسته او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغوئ له يې ورکړه او هغوئ ټولو ترې وڅښل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 14:23
6 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ د ميو يوه پيالۍ راواخسته، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او په دې وينا سره يې هغوئ له ورکړه چې، ”د دې نه ټول وڅښئ.


د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه. په هغوئ يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“


او بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو دپاره توئيږى.


بيا عيسىٰ يوه پياله راواخسته او د شُکر کولو نه پس يې وفرمائيل، ”دا واخلئ او په خپلو کښې يې تقسيم کړئ.


څوک چې يوه ورځ خاص ګڼى، هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره ګڼى او دغه شان څوک چې هر څۀ خورى هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره خورى، ځکه چې هغوئ پرې د خُدائ پاک شُکر کوى. خو څوک چې څۀ نۀ خورى هغوئ يې هم د مالِک خُدائ د احترام دپاره نۀ خورى او د خُدائ پاک شُکر پرې کوى.


کله چې د عشاء ربانى په وخت کښې مونږ هغه پيالۍ ته برکت ورکوو، ولې هغه د مسيح په وينه کښې شراکت نۀ دے څۀ؟ هغه روټۍ چې مونږ يې ماتوو، ولې هغه د مسيح د بدن شراکت نۀ دے څۀ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan