16 بيا مريدان روان شول او چې ښار ته دننه شول نو هغوئ هر څۀ هغه شان وموندل څنګه چې هغۀ ورته فرمائيلى وُو، نو هغوئ د فسح د خوراک تيارے وکړلو.
نو څنګه چې ما ته حکم شوے وو هم هغه شان ما وکړل. په ورځ کښې ما خپل سامان تړلے لکه د جلاوطنۍ دپاره راوويستلو. نو په ماښام کښې ما په خپلو لاسونو په دېوال کښې سورے وکړو. ما خپل سامان په توره تيارۀ کښې بهر کړو، په خپلو اوږو مې د هغوئ د سترګو د وړاندې اوچت کړو.
هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارے وکړئ.“
کله چې ماښام شو نو هغه د دولسو مريدانو سره راغلو.
هغوئ لاړل او هلته يې هر څيز د هغۀ د وينا په مطابق وليدلو. هغوئ د فسح دپاره تيارے وکړو.
عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بېپېسو، بېبټوې او بېپيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“
خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم،