14 او هغه چې کوم کور ته ننوځى نو د هغه کور مالِک له دا پېغام ورکړئ چې، اُستاذ وائى چې زما او زما د مريدانو دپاره د فسح د خوراک دپاره د مېلمستيا کومه کوټه مقرره شوې ده؟
عيسىٰ بيا په سفر روانېدو چې يو سړى رامنډه کړه او د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو او تپوس يې وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“
کۀ څوک درنه تپوس وکړى چې دا څۀ کوئ؟ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک دا په کار ده او هغه به يې سمدستى دلته واپس راولېږى.“
نو هغۀ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل، ”ښار ته لاړ شئ، يو سړے به ووينئ چې د اوبو منګے به وړى، په هغۀ پسې لاړ شئ،
هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارے وکړئ.“
او د کور خاوند ته دا پېغام ورکړئ، اُستاذ وائى چې هغه د مېلمنو کمره کومه يوه ده چرته چې به زۀ د مريدانو سره د فسح خوراک کوم؟
کله چې هغې دا ووئيل، نو هغه واپس لاړه او خپله خور مريم يې راوبلله، او په پټه يې ورته ووئيل، ”اُستاذ دلته دے او هغه تا غواړى.“
تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم.
ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.