13 نو هغۀ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل، ”ښار ته لاړ شئ، يو سړے به ووينئ چې د اوبو منګے به وړى، په هغۀ پسې لاړ شئ،
ځکه چې زۀ پوهېږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دېخوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“
د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ چې هغوئ د فسح ګډورے قربانولو، د عيسىٰ مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“
او هغه چې کوم کور ته ننوځى نو د هغه کور مالِک له دا پېغام ورکړئ چې، اُستاذ وائى چې زما او زما د مريدانو دپاره د فسح د خوراک دپاره د مېلمستيا کومه کوټه مقرره شوې ده؟
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“
او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بېپړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.
نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو.