Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 14:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 چې هغوئ د هغۀ د غرض نه خبر شول نو هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو ورکولو وعده وکړه. د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 14:11
14 Iomraidhean Croise  

کله چې اخى‌اب الياس وليدو، نو هغۀ ورته ووئيل، ”زما دشمنه، زۀ دې پېدا کړم؟“ الياس ورته وفرمائيل، ”آو، تۀ مې پېدا کړې، تا خپل ځان هغه څۀ ته حواله کړے دے چې د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط دى.


خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زما روح هلته تا سره نۀ وو څۀ چې کله هغه سړے د خپلې جنګى ګاډۍ نه تا له راکوز شو؟ دا وخت د پېسو او جامو، د زيتُونو ونو او د انګورو باغونو، د ګډو او څاروو يا د نوکرانو د قبلولو نۀ دے.


هغوئ په خپلو بدو منصوبو بادشاه خوشحالوى، او په دروغو وئيلو باندې آفسران خوشحالوى.


نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو،


او ورته يې ووئيل، ”کۀ زۀ په عيسىٰ جاسوسى وکړم نو تاسو به ما له څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورله دېرش د سپينو زرو سيکې ورکړې.


نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو چې د عيسىٰ مخبرى وکړى.


د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ چې هغوئ د فسح ګډورے قربانولو، د عيسىٰ مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“


خو بيا شېطان په يهوداه اِسکريوتى کښې ورننوتو چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو.


ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل.


په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan