1 د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى.
هغوئ هغه د لرې نه وليدو او د هغۀ د رسېدو نه مخکښې يې د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او د هغۀ د وژلو فېصله يې وکړه.
تاسو بدۍ سره د نېکۍ نه زياته مينه کوئ، تاسو د ټګۍ سره د رښتيا نه زياته مينه کوئ.
دوئ صرف په دې سوچ کښې دى چې هغه د خپل عزت مقام نه راوغورزوى. دوئ له دروغ وئيل خوند ورکوى، په خولۀ خو دوئ برکت ورکوى، خو په زړۀ کښې دوئ لعنت کوى.
عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.
مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،
چې کله يې د يوې نذرانې په توګه پېش کوئ نو دا چُورى کړئ او نور تېل ورباندې واچوئ.
خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل او په خپلو کښې يې د عيسىٰ د وژلو منصوبه شروع کړه.
هرکله چې تاسو څۀ خېرات کوئ نو په بيګل يې مۀ ډنډوره کوئ، لکه څنګه چې يې رياکاران په عبادتخانو او کوڅو کښې کوى چې خلق يې صِفت وکړى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته اجر پوره مِلاو شوے دے.
د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ چې هغوئ د فسح ګډورے قربانولو، د عيسىٰ مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“
هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځو کښې نۀ وى، هسې نه چې په خلقو کښې بلوا جوړه شى.“
نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو يوه جرګه راوبلله او وې وئيل چې، ”مونږ ته څۀ کول په کار دى؟ ځکه چې دا سړے خو ډيرې معجزې ښکاره کوى.
د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه.
د ګرفتارولو نه وروستو يې هغه په قېد کښې واچولو او د سپاهيانو څلور ډلو ته يې حواله کړو چې د دۀ څوکيدارى کوى. د هيروديس دا خيال وو چې د فسح د اختر نه وروستو به يې د خلقو په وړاندې فېصله واوروى.